IQNA

 د  واټيګان  پلاوي  هم د فلسطین  پر ملاتړ ټينګار وکړ

8:21 - December 07, 2023
د خبر لمبر: 3488388
ایکنا-(نجف اشرفّ)  د آیت الله سیستاني  له نماینده سره د واټیکا دیوه پلاوي په کتنې کې  د فلسطین د موضوع او دخلکو  دمظلومیّت په بشپړ ملاتړ ټينګار شوی دی.

ایکنانیوز  راپور راکړ، دعراق ددینی مرجعیّت نماینده  د نړۍ د کاتولیکانو د رهبر د نماینده او ورسره د پلاوي  په هرکلي کې د وحشی صهیونیستي رژیم  دپوځي یرغلونو په وړاندې دفلسطین له ملته پر ملاتړ د  ټینګار وکړ.

 د  واټيکان د پاپ نماینده  او ورسره پلاوي د سه شنبې پهورځې  په کربلا معلی کې  د شیخ عبدالمهدي الکربلائی په کور کې  په شتون سره  هغه د ناروغۍ عیادت وکړ او  د اپریشن وروسته ئې د  سلامتیا  او زر ښه کیدا   له وضعیّته خبر شو.

 د عراق ددینی  مرجعیّت  نماینده په دغې کتنې کې د حضرت امام حسین علیه السلام د مظلومیّت  په موضوع او په هغه څه چې په کربلا کې  رامینځةشول  او د حضرت امام حسین علیه السلام   د مظلومیّت او قیام څځه په ملګرتیا کې د مسیحیّت ددین  دځينو پیرو کارو  د ځائيګي  اهمیّت هم روښانه کړ.

شیخ الکربلائي  د هغه څه په باب  دنړۍ د ټولو هیوادونو  دریخ نیونې غوښته وکړه چې په غزې کې د فلسطین  خلک ورسره مخامخ شوي دي ، او وئ وئيل، مونږ دددنیا په هرځاي کې  د مظلومانو دترڅنګ ولاړ یو ؤ، هماغه شان چې  د هغه ظلم او نسل وژنې په وړاندې چې  د فلسطین پر ولس   راغلې ده ولاړیو .

 هغه په دوام کې ووئیل، مونږ په غزې کې د فلسطین د ولس مظلومیّت  او د زرګونو  کسانو وژل کیدا  درک کوو ،په تبیره بیا  دا  چې  نړیوالو ادارو اعلان کړی دی جې ددغو جنایتونو  او وحشیتوب اویا فیصدي قربانیان  ماشومان او ښځې دي .

شیخ الکربلايي  ټڼيګار وکړد انسان دوستۍ  دریځونه ایجابوي چې د فلسطینیانو د مصیبتونو په وړاندې د هغوي ملاتړ وکړو. هغه همداراز د پلاوي د ورتګ او دکړاؤ د زغملو  هم قدرداني اومننه وکړه او له هغوي ئې وغوښتل چې  د واتیکان پاپ ته دې  دهغه  درود  اوسلام ورسوي  

https://iqna.ir/fa/news/4186134

captcha